وزیراعظم شهباز شریف اعلان کړې چې د بلوچستان سیلاب ځپلو سره دې سمدستي مرستې وکړې شي

0
98

متاثره خاندان ته ی د ۵۰ زره روپو ورکولو اعلان کړې دې
باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د سيلاب ځپلو کورنيو سره په دريو ورځو کښې د مرستې کولو هدايات کړي دي۔

د وزیراعظم په مشرۍ كښې سېلاب ځپلو سيمو لپاره د رابطې كمېټۍ غونډه وشوه۔
په غونډه كښې وزيراعظم هدايت وكړو چې متاثره كورنيو ته دې په دريو ورځو كښې 50 زره روپۍ وركړې شي او دا رقم دې د بېنظير انكم سپورټ پروګرام له لارې سېلاب ځپلو كورنيو ته وركړې شي۔

شهباز شريف وويل متاثرينو ته د مرستو رسولو کړنلاره دې شفافه وساتل شي، نغدي مرستې دې د برېښنايي تبادلې له لارې وشي، کمېټۍ دې د مرستو د وېش پلان پرېکړه وکړي او تر ماښامه دې رپورټ ورکړي.

نور خبرونه

بلوچستان کښې بارانونو او سیلابونوله امله ۷ نور کسان مړه شوي دي

Leave a reply