ميدان وردګو ولایت کې سېلاب ځپلو سره مرستې وشوې

ميدان وردګو ولایت کې سېلاب ځپلو سره مرستې وشوې
د یادو وړ ده دوه ورځې وړاندې په چک، سیداباد او جغتو ولسوالیو کې سیلابونو خلکو ته ډېری مالي زیانونه اړولي دي چې په جلریز ولسوالۍ کې د مالي زیانونو ترڅنګ د یوې میرمنې په ګډون پنځه ماشومان هم شهیدان کړي دي.
(2022 / 8 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د میدان وردګ ولایت والي الحاج محمد امین عمري چې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي، ټولګټو چارو، کلیو بیارغونې او پراختیا، اطلاعاتو او فرهنګ، د ولایت مقام د دفتر رییسانو او سیداباد ولسوالۍ ولسوال یې ملتیا کوله د یادې ولسوالۍ د تنګي درې د دوآب کلي سیلاب ځپلې کورنۍ یې له نږدې وکتلې د دوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې.
والي ښاغلي عمري د دغه سفر پرمهال د ۱۶ هغه کورنیو سره چې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي و، د هرې کورنۍ سره ۳۰ زره افغانۍ او دغه راز د پېښو پر وړاندې د چمتووالي، کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست لخوا له لسګونه کورنیو سره د دوه روغتیایي کېټونو او دری تختې کمپلو مرسته وکړه، همدارنګه والي ښاغلي عمري او د یادو ادارو مسؤلینو له سیلاب ځپلو کورنیو سره د غمشریکۍ ترڅنګ دوی ته ډاډ ورکړ چې ستاسو ستونزې او غوښتنې به له کورنیو چارو، د پېښو پر وړاندې د چمتوالي وزارتونو او امیر المومنین پورې ورسول شي.

همداشان د وروستیو سیلاب ځپلو کورنیو د سروې لپاره نن د اضطرار کمېټې په غونډه کې د څلورو مرستندویه مؤسساتو او دولتي ادارو څحه ګډ ټیمونه وټاکل شول چې سر له سبا به په تنګي اداره کې سروې وپیل کړي په نږدو ورځو کې به هغه کورنیو ته چې کورونه یې په کلی او قیسمي ډول ویجاړ شوي دي د مؤسساتو لخوا په کافي اندازه مرستې ورسره وشي.
اړوند موضوعات:
د وروستیو اورښتونو لۀ امله نورستان او غزني کې ۱۴ کسه وژل شوي دي
د یادو وړ ده دوه ورځې وړاندې په چک، سیداباد او جغتو ولسوالیو کې سیلابونو خلکو ته ډېری مالي زیانونه اړولي دي چې په جلریز ولسوالۍ کې د مالي زیانونو ترڅنګ د یوې میرمنې په ګډون پنځه ماشومان هم شهیدان کړي دي.






