د وروستیو اورښتونو لۀ امله نورستان او غزني کې ۱۴ کسه وژل شوي دي 

0
177

د وروستیو اورښتونو لۀ امله نورستان او غزني کې ۱۴ کسه وژل شوي دي 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حبیب الله مجاهد ویلي چې په دغه ولایت کې د راوتلو سېلابونو له امله ۵۰ کورونه هم ویجاړ شوي دي.

 

(2022 / 7  / 11    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان ا.ا وايي‌ چې په نورستان او غزني ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۱۴ کسان مړه شوي او ۱۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

باختر اژانس راپور ورکړی دی چې د نورستان په واما ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله نهه کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې په غزني ولایت کې هم د سېلابونو له امله د پنځو کسانو د مړینې او دوو کسانو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حبیب الله مجاهد ویلي چې په دغه ولایت کې د راوتلو سېلابونو له امله ۵۰ کورونه هم ویجاړ شوي دي.

اړوند موضوعات: 

ميدان وردګ کې سېلابونو زرګونه جريبه ځمکه لاندې کړې

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې د اټکل له مخې نن ورځ هم د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتلو امکان شته دی.

Leave a reply