سلمان رشدي وضعیت ډیر خراب دې، په وینټیلیټر اچول شوې دې، هغه پرون په امریکا کښې په یو برید کښې ټپي شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
شاتم رسول سلمان رشدي وینټیلیټر ته لېږدول شوی، د خبرو توان نه لري، سترګې یې له لاسه ورکړي.
د سلمان رشدي استازی وايي، سلمان رشدي پرون په نیویارک کې د چاقو په برید کې تر ټپي کېدو وروسته وینټیلیټر ته لېږدول شوی و، چې تر اوسه د خبرو توان نه لري.
ایجنټ وايي، سلمان رشدي ښايي په غاړه کې د چړې له وهلو وروسته یوه سترګه له لاسه ورکړي. نیویارک پولیس وايي برید کوونکي سلمان رشدي په غاړه او معده کې په چاقو وهلی او د سټېج پر کوربه هم په چاقو برید شوی دی.
د يادونې وړ ده، چې پر شاتم رسول سلمان رشدي بريد د نيويارک په شوتاکو کې هغه مهال شوى، چې سلمان رشدي د جمعې په سهار د CHQ22 په نوم يوې غونډې ته وينا کوله، چې کله سټېج ته راغى، يو کس پرې بريد وکړ. هغه وشو، بریدګر سټیج ته راغی او پر سلمان رشدي او مرکه کوونکي یې په چاقو برید وکړ، د بي بي سي د راپور مطابق سلمان رشدي په غاړه د چاقو ګوزار هلو وروسته ټپي شوی دی.
ډاکټر ریټا لینډمن چې له برید وروسته یې په سټېج کې د هغه درملنه کوله نیویارک ټایمز ته وویل چې د سلمان رشدي پر بدن د چاقو څو زخمونه او د غاړې په ښي اړخ کښې ی هم یو لوی زخم دی.
نور خبرونه
خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کښې بیا ناامني زیاته شوې، ترهګریز بریدونه او هدفي وژنې هم زیاتې شوي دي




