خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کښې بیا ناامني زیاته شوې، ترهګریز بریدونه او هدفي وژنې هم زیاتې شوي دي

0
102

باغی ټي وي رپورټ
خېبرپښتونخوا یو ځل بیا د ترهګرو تر هدف لاندې ده چرته چې د هدفي وژنو او د پولیسو د وژنې او عام وګړو هدفي وژنې زیاتې شوي دي.

په روان کال کې تر اوسه ۶۵ پولیس په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
په پيښور کې دتيرو پينځوؤ مياشتو په مهال ديو ايس ايچ او په گډون گڼ شمير پوليس افسران دترهگرۍ لخوا په نخښه کړل شوي، په دغه مهال دپوليسو په پينځوؤ پوستو لاسي بمونه وغورځول شول اؤ دپوليسو يو موبائيل وين هم په نخښه کړل شو.

په صوبه کې د زور زیاتي پېښې هم زیاتې شوي، سیاستوال او سوداګر د زور زیاتي ګواښونه کوي او د نه پیسو په نښه کوي
د ځایی خبریالانو او سرچینو مطابق په خیبر پښتونخوا کښې ورګډې شوې قبایلي ضلعو کښې هم نن سبا امنیتي وضع ډیره خرابه شوې ده.
ضلع خیبر، باجوړ ،شمالي او جنوبي وزیرستان کښې یو ځل بیا ترهګریز بریدونه زیات شوي دي، یو شمیر ځایی مشرانو او پولیس اهلکار په نښه شوي او وژل شوي دي.

نور خبرونه

شمالی وزیرستان کښې درې تنه هغه وخت اووژل شول چې موټر سایکل ی د سرک په غاړه ایښودل شوي ماین سره ټکر شو

Leave a reply