د پاکستان قامي والي بال لوبډلې په نړیواله مقابله کښې اسټریلیا ټیم له ماتې ورکړې ده

باغي ټي وي رپورټ
په اسيايي والي بال لوبو کښې د پاکستان والي بال ټیم اسټراليا ته په کټګورۍ مقابلو کې ماتې ورکړه.

د پنځم نه اتم مقام لوبه کې پاکستان ۳-۲ وګټله.پاکستان به سبا د پنځم مقام لپاره له ایران سره مخامخ شي.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال د پاکستان دوه لوبډلې د واليبال په دوو نړيوالو سياليو کې بوختې دي.

د اسلامي پيوستون په سياليو کې به پاکستان نن له قطر سره سيالي کوي.
دا خبره مهمه ده چې د پاکستان لوبغاړي ارشد ندیم په ترکي کښې د اسلامي پيوستون په لوبو کې د سرو زرو لومړی مډال وګاټه.

ارشد ندیم د جوویلین تهرو په سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاټه ارشد ندیم د 88.55 په لوبو کې ریکارډ پوره کولو سره د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

دا د ارشد ندیم څلورم نړیوال د سرو زرو مډال دی. تر دې وړاندې پاکستاني لوبغاړي په کامن ویلتھ لوبو او جنوبي اسیا لوبو کې هم د سرو زرو مډالونه ګټلي وو.

تیر کال هم ارشد په ایران کې د امام رضا په سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی وو.
نور خبرونه

د پاکستان ښځینه غره ختونکې په نړۍ کښې یو لوی تاریخ رقم کړې دې

د پاکستان لوبغاړي د کامن ویلتهه نړیوال لوبو پس د ترکي په اسلامي لوبو کښې هم د سروزرو مډال وګټل