امریکا کښې په سلمان رشدي د چاقو برید، د برید کوونکي پیژندګلو شوې دې، تعلیم هم په امریکا کښې حاصل کړې دې

0
44

باغی ټي وي رپورټ
پرون په امریکا کښې د شیطاني آیتونو کتاب لیکونکې سلمان رشدي باندي یو ځوان برید کړې دې، په برید کښې ی هغه په مرې وهلې دې او روغتون ته رسول شوې دې.
د عیني شاهدانو په وینا سلمان رشدي له برید وروسته سمدستي له ځانه سره بوتلل او بریدګر یې ونیول.

خو اوس د پولیسو له خوا پر سلمان رشدي د برید د مشکوک کس هویت څرګند شوی دی.

د نیویارک پولیس وايي، سلمان رشدي د امریکا د نیوجرسي ایالت د هادي ماتار په نوم د ۲۴ کلن ځوان له خوا په چاقو وهل شوي دې، چې د کلیفورنیا ایالت په الزبتهه ښوونیز مرکز کې یې زده کړې کړي دی.

پولیس وايي، چې د هادي ماتر د برید لامل لا هم روښانه نه دی.

د يادونې وړ ده، چې ملعون سلمان رشدي ته تر دې وړاندې هم د سپکاوي ليکنو له امله د مرګ ګواښونه شوي او په ۱۹۸۸ کال کې هم په دې مسله په برتانيا کې ګڼ لاريونونه شوي وو.

پاکستان د سلمان رشدي په سپکاوي کتاب بندیز ولګاوه، په داسې حال کې چې د ایران ایت الله خمیني په ۱۹۸۹ کال کې یوه فتوی جاري کړه او ملعون سلمان رشدی ی واجب القتل وګرځول.
نور خبرونه

پخواني وزیراعظم عمران خان د پنجاب وزیراعلی پرویز الهي سره په لیدنه کښې د پنجاب د حکومت هڅو او خدمتونو ستاینه کړې ده

شمالي وزیرستان کښې د دفاع وزارت جرګې سره د ځایی مشرانو او احتجاج کوونکو خبرې کامیابې شوي دي

Leave a reply