میدان وردګو کې سېلابونو ګڼ مالي زیانونه اړولي
میدان وردګو کې سېلابونو ګڼ مالي زیانونه اړولي
خلک وايي د دغو سېلابونو له امله د خلکو کورونه، سلګونه جریبه د غنمو او کچالو کروندې او د مڼو بڼونو حاصلات له منځه تللي دي. تر اوسه د ځاني تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته پراخ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
(2022 / 8 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په میدان وردګو ولایت کې سېلابونو خلکو ته پراخ مالي زیانونه اړولي دي.
د دغه ولایت اوسېدونکي وایي، چې په سیداباد ولسوالۍ کې د تېرې شپې سېلابونو کروندګرو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.
خلک وايي د دغو سېلابونو له امله د خلکو کورونه، سلګونه جریبه د غنمو او کچالو کروندې او د مڼو بڼونو حاصلات له منځه تللي دي. تر اوسه د ځاني تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
اړوند موضوعات:
ایران؛ سیلابونو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته پراخ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د یادونې ده چې پۀ افغانستان کې پدې وروستي کال کې طبعي پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی چې دغې چارې خلک سخت اندېښمن کړي دي ، د ځمک پوهنې ادارې بیا د طبعي پېښو د ډیروالي لامل اقلیمي بدلون یاد کړی دی.