ایران؛ سیلابونو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده 

0
166

ایران؛ سیلابونو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده 

د رسنیو د راپورونو له مخې په وروستیو کې د ایران په ګڼو ښارونو کې درانه سیلابونه راوتلي چې له امله یې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ایراني رسنۍ وايي‌ چې سیلابونو د یادو ځاني‌ تلفاتو تر څنګ درانه مالي زیانونه هم اړولي‌ دي.

 

(2022 / 7 / 31  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په ایران کې د درنو سیلابونو له امله د وژل شوو کسانو شېر ۸۰ ته رسېدلی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې په وروستیو کې د ایران په ګڼو ښارونو کې درانه سیلابونه راوتلي چې له امله یې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ایراني رسنۍ وايي‌ چې سیلابونو د یادو ځاني‌ تلفاتو تر څنګ درانه مالي زیانونه هم اړولي‌ دي.

ویل کېږي چې د پلازمینه تهران په ګډون په ګڼو ښارونو کې لسګونه کسان نادرکه هم دي. ایراني حکومت ویلي چې د تلفاتو د لوړېدو امکان شته دی. دغه مرګ ژوبله داسې مهال رامنځ ته کېږي چې په ایران کې د لا ډېرو سیلابونو د راوتلو اټکل هم شوی دی.

Leave a reply