پاکستان افغانستان کښې په کومو عملیاتو کښې برخه نه ده اخستې، وفاقي وزیر داخله

باغی ټي وي رپورټ
دکورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې پاکستان په افغانستان کې په هيڅ ډول عملياتو کې لاس نۀ لري.

جيو نيوز سره خبرو کې رانا ثناء الله وويل مونږ ته معلومه شوې چې عمر خالد خراساني افغانستان کې وژل شوى دى.

نوموړي ویلي، چې پاکستان په افغانستان کې په هېڅ ډول عملیاتو کې لاس نه لري، د ایمن الظواهري او عمر خالد خراساني په اړه یې له امریکا سره مرسته نه ده کړې.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو ورځو کې د پاکستان د پوځ وياند تورن جنرال بابر افتخار د په کابل کښې د بې پایلوټه الوتکې د برید په اړه ويلي وو، چې په دې برید کښې د پاکستان سیمه نه ده کارول شوی او نه دا الوتکه د پاکستان څخه الوتې ده.
نور خبرونه

دا خبره او تاثر سم نه دې چې خلک وایی چې طالبانو په خیبر پښتونخوا کښې پنجي ښخې کړي او قوي کړي دي : آیی جي خیبر پښتونخوا

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *