دا خبره او تاثر سم نه دې چې خلک وایی چې طالبانو په خیبر پښتونخوا کښې پنجي ښخې کړي او قوي کړي دي : آیی جي خیبر پښتونخوا

0
79

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل (آی جی) معظم جاه انصاري وايي، دا تاثر سم نه دی چې طالبانو په صوبه کې پنجې ټینګې کړې دي.

پيښور کښي ميډيا سره خبرو کښي آئي جي خيبرپښتونخوا اوويل چي صوبه د تيرو شلو کالو راهسي د ترهه ګرۍ ښکار ده.

د خيبر پښتونخوا آئي جي اوویل چي د ايم پي اے لياقت خان د ډزو د پيښي تحقيقات روان دي، د متعلقه سيمي جيو فينسنګ شوي او يو شمير شکمن کسان هم نيولي شوي دي۔
دا خبره د یادونې ده چې په لاندې دیر کښي څو ورځې وړاندې د نامعلومه کسانو په ډزو کښي د پولیس او لیویز اهلکارو پشمول څلور کسان مړه شوی دی ولی د ډزو په پیښه کښي د پاکستان تحریک انصاف خیبر پختونخوا اسمبلئ غړی ملک لیاقت هم ژوبل شوی دی.

د پوليس ترمخه ايم پي اے ملک لياقت خپل ټاټوبي نګوتال ته روان وو چي په لاره کښي پرې ډزي اوکړي۔پوليس زياتوي چي د نامعلومه کسانو په ډزو کښي د يو پوليس او يو ليويز اهلکار په شمول څلور کسان مړه شوي دي۔

پوليس وائي چي په مړو کښي د ايم پي اے ملک لياقت ورور او وراره هم شامل دي۔
نور خبرونه

د پاکستان تحریک انصاف غړیو په بنی ګاله کښې د خبریالانو کیمرې ماتې کړي او په دوی ی تشدد هم کړې دې

Leave a reply