پاکستان تحریک انصاف پریکړه کړې چې د شهباز ګل مقدمه به درج کړي
باغی ټي وي رپورټ
پاکستان تحریک انصاف د شهباز ګل د تښتولو مقدمه درج کولو فیصله کړې ده.
د ذرائعو ترمخه د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان په هداياتو د شهباز ګل د اغوا مقدمه درج کولو فيصله شوي ده۔
د پي ټي آئي د پوځ په ضد کمپاين کښې يو بل شاهد هم مخې ته راغلې دې. سرچينې زياتوي چې د شهباز ګل د تښتونې مقدمه به په اړونده پوليس سټيشن کې درج کېږي او د دې نه علاوه به نن اسلام اباد هائي کورټ کې هم درخواست جمع کوي.
دسرچينو ترمخه دپي ټي ائي دقانوني ډلې غړى فيصل چوهدري به د درخواست تيارولو وروستو هاي کورټ ته ځي.ياده دي وي چي د اسلام آباد پوليس د پي ټي آئي مشر شهباز ګل د غدارۍ مقدمه کښې ګرفتار کړے دے۔ذرائعو ترمخه د شهباز ګل خلاف په کوهسار پوليس سټيشن کښې د غدارۍ مقدمه درج کړې شوې ده۔
پي ټي آئي د شهباز ګل د ګرفتارۍ خلاف اسلام آباد هائي کورټ ته د رجوع کولو فيصله هم کړې ده۔
نور خبرونه
صوبایی وزیرداخله ویلي دي چې د مونس الهي د بني ګاله په اړه د پولیسو ګمارلو په اړه معلومات نه لرم
شهباز ګل په ضد د اسلام آباد په کوهسار تهانه کښې مقدمه درج شوې ده