پر فلسطین وروستی برید؛ اردوغان پر اسرائیلو توندې نیوکې کړې دي

پر فلسطین وروستی برید؛ اردوغان پر اسرائیلو توندې نیوکې کړې دي
وړمه ورځ یو ځل بیا اسرائیلو پر فلسطین خونړي بریدونه وکړل، چې پایله کې یې یو شمېر فلسطیني وګړي ووژل شول او ځینې نور ټپیان شول.
د اسرائیلو دغه برید پۀ نړۍواله کچه لۀ سختو غبرګونو سره مخ شو او دا یې د تېر پۀ څېر د اسرائیلو پر فلسطین ښکاره تېری وبالۀ.
(2022 / 8 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
وړمه ورځ یو ځل بیا اسرائیلو پر فلسطین خونړي بریدونه وکړل، چې پایله کې یې یو شمېر فلسطیني وګړي ووژل شول او ځینې نور ټپیان شول.
د اسرائیلو دغه برید پۀ نړۍواله کچه لۀ سختو غبرګونو سره مخ شو او دا یې د تېر پۀ څېر د اسرائیلو پر فلسطین ښکاره تېری وبالۀ.
تازه تېره ورځ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر غزې تړانګې داسرائیلو هوایي بریدونه په سختو ټکو غندلي دي.
اردوغان چې پلازمینه انقره کې یې دسفیرانو یوې غونډې ته خبرې کولې و ویل چې د ملکي وګړو د وژلو لپاره هیڅ بهانه او عذر د منلو وړ نه دی.
هغه زیاته کړې اقصی جومات زموږ لومړنۍ قِبله ده او سره کرښه او تل یې په غزې تړانګې کې پر ملکي وګړو داسرائیلو دبریدونو پر وړاندې سخت دریځ خپل کړی دی.
اړوند موضوعات:
پر غزې د اسرائیلو تر خونړیو هوايي بریدونو وروسته پر اوربند هوکړه شوې ده
پرغزې تړانګې د اسرائیلو په وروستیو هوایي بریدونو کې دماشومانو په ګډون ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.
اسرائیلي ځواکونو بیا د یاد برید هدف د فلسطین جهاد ډلې ځپل خپله موخه ګڼلې او ویلي یې دي چې دوی خپلو موخو ته رسېدلي دي.






