شپیګل: ا.ا د هغو افغانانو مانع شوی چې آلمان ته لېږدول کېدل
شپیګل: ا.ا د هغو افغانانو مانع شوی چې آلمان ته لېږدول کېدل
د دې مجلې په راپور کې راغلي چې ط البانو هغه بسونه بند کړي چې یو شمېر افغانان جرمني ته د تګ په هدف پاکستان ته روان وو. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دوی تر اوسه دغه هېواد ته ۲۱ زره افغانان لېږدولي دي.
(2022 / 8 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
آلمانۍ مجلې شپیګل لیکلي دي چې سرپرست حکومت آلمان ته د افغانانو د لیږد مخه نیولې ده.
دغې مجلې د یکشنبې په ورځ د اسد ۱۶ مه خبر ورکړ چې آلمان پلان درلود چې په روانه میاشت کې یو شمیر سیمه ییز قوماندانان، هنرمندان او سیاسي فعالان له افغانستان څخه وباسي، خو دغه بهیر ودرول شو.
د راپور له مخې، ټاکل شوې وه چې د سپټمبر تر نیمایي پورې 7,700 تنه انتقال کړل شي.
خو اوس دا پلان ممکن نه ښکاري. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د افغانانو د وېستلو په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
اړوند موضوعات:
کاناډا وايي چې د ۴۰ زره افغانانو لېږد ته ژمن دي