د ۴۰ ميليونه ډالرو نغدو پيسو مرسته نن کابل ته ورسېده

0
107

له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام نن (شنبه، د زمري ۸مه) د ۴۰ ميليونه ډالرو نغدي مرستو جوپه کابل ته رسېدلې ده.

د افغانستان بانک وايي چې دغه پيسې يو سوداګريز بانک ته سپارل شوي دي.

ياد بانک زياتوي چې، د نړيوالې ټولنې له لورې له افغانستان سره د نغدي مرستو په دوام دا د نغدو پيسو د مرستو لړۍ ده چې کابل ته سپارل کېږي.

دغه مرستې په افغانستان کې د بې وزلۍ د مخنيوي او د بې وزلو د لاسنيوي په موخه د نړيوالې ټولنې له لوري کېږي.افغا

د افغانستان بانک په يوې خبرپاڼه کې لد نړيوالې ټولنې له يادو مرستو د مننې ترڅنګ له نړيوالې ټولنې غوښتي چې په نورو برخو کې هم له افغانستان سره تعامل او همکاري وکړي.

Leave a reply