ايران کې د رسنيو يو فعال افغان له يوې ودانۍ څخه د غورځېدو له امله مړ شوی
د راپورونو له مخې ايران کې يو افغان کډوال چې په افغانستان کې د رسنيو د ډګر فعال پاتې شوی، له يوې ودانۍ څخه د غورځېدو له امله يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه افغان ځوان محمد عارف نومېږي او د فارياب ولايت اوسېدونکی ؤ، چې د مخکيني حکومت له پرځېدو وروسته ګاونډ هېواد ايران ته د مزدورۍ لپاره تللی ؤ.
د فارياب د ژورناليستانو اتحاديې مشر قطب الدين کوهي ويلي چې دغه ځوان د مخکيني حکومت پرمهال په فارياب کې له سيمه ييزو رسنيو سره يې کار کولو.
د ښاغلي کوهي په وينا، محمد عارف په ايران کې کاريګري کوله چې د کار پرمهال له يوې ودانۍ څخه د غورځېدو له امله يې خپل ژوند له لاسه ورکو.