متحده عربي اماراتو کې د سېلابونو د راوتلو له امله ۷ تنه مړه شوي
په متحده عربي اماراتو کې د سېلابونو د راوتلو له امله ۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د چارواکو په وينا مړه شوي کسان آسيايي کډوال کاريګر دي چې په بېلابېلو سيمو کې مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې د دغه هېواد پوځيان د رأس الخيمې، شارجې او فجيره ښارونو په تخليې بوخت دي؛ هغه ښارونه چې د سېلابونو له امله ترټولو درانه زیانونه پکې رامنځته شوي دي.
په امريکا کې سېلابونه؛ ۱۶ تنه په کنتاکي ايالت کې مړه شوي
په متحده عربي اماراتو کې د تېرې اونۍ په وروستيو ورځو کې سخت ورښتونه د دې لامل شوه چې پراخ سېلابونه رامنځته شي.
کارپوهان وايي د ځمکې تودخې مسئله د دې لامل ګرځېدلې چې د نړۍ په ځينو هېوادونو کې بې مخينې سېلابونه رامنځته شي.