نيوزيلنډ کې نوی قانون؛ نوي ځوانان د سګرټو د پېر اجازه نه لري

0
166

نيوزيلنډ هېواد کې نوی داسې قانون رامنځته شو چې له مخې يې نوي ځوانان نه شي کولای سېګرټ وپېري.

د نيوزيلنډ قانون جوړوونکو تازه په تازه د داسې قانون طرحه مجلس ته وړاندې کړې چې له مخې يې نور راتلونکی نسل نه شي کولای سېګرټ وپېري.

دغه طرحه داسې مهال وړاندې کېږي چې د نيوزيلنډ حکومت تېر کال اعلان وکړ چې په داسې قانون کار کوي چې له مخې به يې راتلونکي نسل باندې د تنباکو پلور بند وي، ترڅو وشي کولای دغه هېواد په ۲۰۲۵ کال کې له مخدره توکو پاک کړي.

د هند د لويې وچې په اړه زړه راښکونکي مالومات

هند کې د زهرجنو شرابو څښلو له امله ۳۱ کسان مړه شوي

هر کال په نيوزيلنډ کې د مخدره توکو له امله لږ تر لږه د مړينې ۵ زره پېښې ثبت کېږي. د راپورونو له مخې له هرو پنځه نيوزيلنډيانو څخه ۴ يې له ۱۸ کلنۍ څخه وړاندې سيګرټ څکول پيلوي.

د دغه قانون له مخې به دولت د تنباکو د پلورونکو شمېر کموي او همداراز په ټولو څيزونو کې به د نيکوتينو کچه کموي.

د دې قانون له مخې به د نيوزيلنډ نوی نسل هم نور د دې اجازه ونلري چې سېګرټ وپېرې.

البته د سېګرټ د پېر لارې چارې به ستونزمنې کېږي.

Leave a reply