ناسا: روسيه تر ۲۰۲۸ کاله پورې په نړيوالې فضايي اډه کې پاتې کېږي

0
52

د ناسا ادارې ويلي چې روسيه به لږ تر لږه تر ۲۰۲۸ کاله پورې په نړيوالې فضایي اډه کې پاتې کېږي.

د ناسا اداره دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې څو ورځې وړاندې د روسيې فضايي سازمان نوي مشر يوري بوريسوف له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې روسيه به په ۲۰۲۴ کال کې په نړيوالې فضايي اډې کې خپل ماموريت د پای ټکی کېږدي.

د روسیې د فضايي سازمان مشر زياته کړې وه چې دوی به په نږدې راتلونکې کې د ځان لپاره جلا او خپلواکه فضايي اډه ولري.

خو په ورته وخت کې د ناسا ادارې ويلي چې روسيه به تر هغې وخته له امريکا او نورو غړو هېوادونو سره په ګډه په نړيوالې فضايي اډې کې همکارۍ ته دوام ورکړي، ترڅو چې د ځان لپاره د خپلواکې فضايي اډې کار يې پايته رسېږي.

روسيه نړيواله فضايي اډه پرېږدي

په نړيوالې فضايي اډې کې د ګډ کار دوام موضوع وروسته د روسيې او اوکراين له جګړې څخه جنجالي شوې ده.

دغه جنجالونه او ناندرې وروسته له هغې ډېرې شوي چې د نړيوالې فضايي اډې د روسيې برخې د ستورمزلو هغه عکسونه خپاره شول چې دوی پکې د اوکراين پر ضد تبليغات کول.

Leave a reply