روسيه نړيواله فضايي اډه پرېږدي
روسيه چې اوسمهال په اوکراين کې په جګړې بوخته ده، چارواکو يې اعلان کړی چې تمه ده په راتلونکي ۲۰۲۴ کال کې نړيواله فضايي اډه پرېږدي.
روسي چارواکو ويلي، چې هوډ لري د ځان لپاره خپلواکه او ځانګړې فضايي اډه جوړه کړي.
د راپورونو له مخې، د روسیې د فضایي ادارې دغه اعلان وروسته له هغې کوي چې دې ادارې له دې وړاندې ويلي ؤ چې فضا ته د ستورمزلو د لېږدولو لپاره يې له یوې امریکایي خصوصي شرکت سره د ګډو الوتنو هوکړه کړې ده.
د روسيې او امريکا ستورمزلو د نړۍ نورو ستورمزلو ترڅنګ له ۹۰مې لسيزې راهيسې په برياليتوب سره په نړيوالې فضايي اډې کې همکارۍ کړې دي.
په ورته وخت کې د ناسا نړيوالې ادارې ويلي چې لا تر دې دمه يې په دې اړه کومه رسمي غوښتنه نه ده ترلاسه کړې.
د روسيې د فضايي ادارې مشر یوري بوریسوف ویلي چې د منل شوي پلان له مخې به د خپلې فضایي اډې د جوړولو لپاره کار پیل کړي.