کنړ کې يو ديني عالم د نامالومو وسله والو لخوا وژل شوی

0
105

له کونړ ولايت څخه راپورونه وايي چې د دې ولايت په نورګل ولسوالۍ کې يو ديني عالم د نامالومو وسله والو لخوا په ډزو وژل شوی دی.

د راپورونو له مخې دغه ديني عالم شيخ محمد اسرائيل صاحب زاده نومېده او د يوه جومات ملا امام ؤ.

د راپورونو پر بنسټ، د جومات دغه ملا امام تېره ورځ (جمعه، د زمري ۷مه) ماښام ناوخته هغه مهال د نامالومه وسله والو لخوا په ډزو ووژل شو چې په خپل کلي (صاحبزاده) کې له جومات څخه کور ته په لاره ؤ.

دا چې دغه عالم او ملا امام د چا او کومې ډلې لخوا او په څه سبب ووژل شو، دا هغه څه دي چې لا تر دې دمه يې په اړه کره مالومات نشته.

Leave a reply