فارياب کې يوې نجلۍ له خپل پلار سره له لفظي شخړې وروسته ځان وژنه وکړه

0
105

له فارياب څخه سيمه ييزي رسنۍ وايي، چې يوې نجلۍ له خپل پلار سره د مهريې پر سر له لفظي شخړې وروسته ځان وژنه کړې ده.

د راپورونو له مخې دغه ۱۸ کلنه نجلۍ د فارياب ولايت دره زنګ سيمې اوسېدونکې وه. هغې له لفظي شخړې وروسته د موږکانو د وژنې لپاره ځانګړي شوي زهر خوړلي او خپل ژوند ته يې د پای ټکی ايښی دی.

د راپورونو پر بنسټ، دغه نجلۍ ۵ کاله وړاندې د ۱۲ لکه افغانۍ مهريې په بدل کې له يو هلک سره نامزد شوه، هلک د همدې کلونو په ترڅ کې په ګاونډ هېواد ايران کې د مزدورۍ له لارې يادې پيسې وګټلې او د نجلۍ پلار ته يې رسولي دي.

د راپورونو له مخې، هلک وروسته له څو کلونو فارياب ته د خپل واده مراسمو د ترسره کولو لپاره راغلی، خو خسر يې د مهريې ترڅنګ د يو ټوټه ځمکې غوښتنه هم کړې ده.

د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د واده لپاره پر هلکانو د ملا ماتوونکو مهريې ايښودل هغه ستونزه ده چې ډېری افغانان يې په اړه نيوکې کوي.

که څه هم په ځينو ولايتونو کې د دې کار د مخنيوي او اصلاح لپاره ځينې ولسي هڅې شوي، خو لا تر دې دمه دومره ګټورې نه دي ثابتې شوي.

Leave a reply