د افغان غرختونکي جسد لا هم د پاکستان په K2 غره کې دی

0
252

د راپورونو پر بنسټ د افغان غرختونکي علي اکبر سخي جسد لا هم د پاکستان د K2 غره په لوړو کې دی، خو په ورته وخت کې د افغانستان ا.ا چارواکي وايي چې د نوموړي د جسد لېږدولو لپاره هڅې روانې دي.

د افغانستان د بدني روزنې او المپيک ادارې ويلي چې د علي اکبر سخي د جسد د انتقال لپاره يې هڅې رواني دي او کوښښ کوي چې ژر تر ژر يې له هغه ځايه افغانستان ته ولېږدوي.

افغان غرختونکی علي اکبر سخي تېره پنجشنبه د پاکستان K2 غره ته د ختلو پرمهال ومړ.

د نوموړي په مړينه د افغانستان ا.ا چارواکو، ګڼ شمېر افغان سياسيونو او ورزشکارانو د خپلې خواشينۍ مراتب څرګند کړل.

د پاکستان په ګلګېت بلتستان سيمه کې د K2 غر د نړۍ ترټولو دویم لوړ غر بلل کېږي.

د راپورونو له مخې په تېرو لسو کلونو ۱۱ غرختونکي دغه غره ته د ختلو پرمهال مړه شوي دي.

راپورونه وايي چې علي اکبر سخي غوښتل د پاکستان دغه لوړ غره ته د افغانستان د ورزشکارانو په استازيتوب پورته شي.

علي اکبر سخي د افغانستان نوموتی غرختونکی ؤ چې په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان نوشاخ د غره لوړې څوکې ته هم ختلی ؤ.

 

Leave a reply