افغانستان کې سېلابونه؛ تېرو درې ورځو کې ۲۰ مړه او ۳۰ تنه ټپيان شوي

0
118

د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د سختو ورښتونو له امله راوتلو سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

پېښو د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې په تېرو درې ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د سېلابونو د راوتلو له امله ۲۰ تنه مړه او ۳۰ تنه ټپيان شوي دي.

د ياد وزارت مرستيال مولوي شرف الدين مسلم رسنيو ته ويلي چې د يادو سېلابونو له امله په بېلابېلو ولايتونو کې ۸۳۰ کورونه هم په نسبي او بشپړ ډول ويجاړ شوي دي.

دغه وزارت دا نه دي ويلي چې ياد کسان د افغانستان په کومو ولايتونو کې مړه يا ټپيان شوي دي.

د يادونې وړ ده چې د هوا پېژندنې ادارې تېره اونۍ او وړمه ورځ د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو د راوتلو په اړه خبرداری ورکړی ؤ.

Leave a reply