زابل کې د يو مسافر وړونکي موټر ټکر له امله ۳ کسان مړه شوي

0
60

زابل ولايت کې د يو مسافروړونکي موټر د ټکر له امله ۳ ښځې مړې شوي او ۴۳ نور ټپیان دي.

د زابل روغتیا رياست وايي چې دغه پېښه تېره شپه په شهر صفا ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د یاد رياست په وينا، ټپيان له سيمې لېږدول شوي او يو تن لا تر اوسه لادرکه دی.

د راپورونو پر بنسټ ځيني ټپيان د کندهار ميرویس روغتون ته لېږدول شوي او د ځيو ټپيانو وضعيت هم ښه نه دی.

دا چې دغه پېښه څه ډول رامنځته شوې او اصلي لامل يې څه دی، په اړه يې لا تر دې دمه معلومات نشته.

Leave a reply