تېرو دوه ورځو کې ۵۹۲ تنه افغان کډوال له ترکيې څخه اخراج شوي
تېرو دوو ورځو کې ۵۹۲ تنه افغان کډوال د ترکيې له هېواد څخه افغانستان ته استول شوي دي.
د راپورونو له مخې دغه شمېر کسان په غير قانوني لارو ترکيې ته رسېدلي ؤ چې د ياد هېواد پوځ لخوا نيول شوي او د څه مودې لپاره يې ساتلي ؤ ترڅو بېرته يې خپل هېواد ته ولېږدوي.
راپورونه وايي چې ياد کسان د ترکيه له استانبول او سن بوغا هوايي ډګرونو څخه په درې چارټر پروازونو کې کابل ته لېږدول شوي دي.
ترکيې ته ګڼ شمېر افغان ځوانان هڅه کوي چې په غير قانوني لارو لاړ شي، خو د دغه هېواد حکومت تل هغه شمېر افغان کډوال چې د اسنادونو په نشتون سره يې هلته ځانونه رسولي وي، بېرته يې اخراجوي او کابل ته يې سپاري.
په هېواد کې بې وزلي، بې کاري او ناوړه اقتصادي وضعيت هغه لاملونه دي چې په سبب يې ډېری افغان ځوانان ګاونډ او نورو هېوادونو ته په غیر قانوني لارو ځي.






