هوا پېژندنې ادارې په ۲۴ ولايتونو کې د سختو ورښتونو په اړه خبرداری ورکړ

0
171

د افغانستان د هوا پېژندنې ملي ادارې د هېواد په ۲۴ ولايتونو کې د سختو ورښتونو او د سېلابونو د راوتلو په اړه خبرداری ورکړ.

دغې ادارې نن (يک شنبه، د زمري دويمه نېټه) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د نن ورځې ترپايه پورې به نورستان، بدخشان، کنړ، لغمان، ننګرهار، پکتيا، پکتيکا، غزني، کاپیسا، پنجشېر، کابل، پروان، ميدان وردګ، لوګر، خوست، دايکندي، ارزګان، غور، کندهار، هلمند، نميروز، فراه، هرات او زابل ولايتونو کې د بارانونو د ورېدو او د سېلابونو د راوتلو اټکل موجود دی.

 ننګرهار؛ د سختو اورښتونو لۀ امله راوتلو سېلابونو خلکو پراخ زیانونه اړولي دي

يادې ادارې په دغو ولايتونو کې د ورښت کچه له ۱۰ څخه تر ۴۰ ملي مترو پورې اټکل کړې ده.

هوا پېژندنې اداره داسې مهال دغه خبر ورکوي چې د بارانونو او سېلابونو له امله په تېرو نږدې ورځو کې هم ګڼ شمېر ولايتونو کې درانه زيانونه خلکو ته واوښتل.

Leave a reply