د ايران او عربستان د بهرنيو چارو وزيران په بغداد کې سره ګوري

ایران او سعودي عربستان هوډ لري چې د لومړي ځل لپاره يې چارواکي په څرګند ډول سره وګوري.

د عراق د بهرنيو چارو وزارت رسنيو ته ويلي چې تمه ده د ايران او سعودي عربستان هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران د عراق پلازمېنې بغداد کې سره ليدنه وکړي.

دغه وزارت دا نه دي ويلي چې ياده ناسته به کومه نېټه ترسره شي، خو دا به له اوږده ځنډه وروسته لومړی ځل وي چې د دغو هېوادونو لوړپوړي چارواکي په څرګند او مخامخ سره وګوري.

ایران او سعودي عربستان د سفارتونو پرانیستل اروزوي 

په ورته وخت کې د ایران د بهرنيو چارو وزیر حيسن اميراللهيان يوې ټلويزوني شبکې سره په مرکه کې ويلي چې د سعودي عربستان او ايران ترمنځ د امنيتي خبرو پړاو پايته رسېدلی او تمه ده چې ډېر ژر د دغو هېوادونو ترمنځ سياسي او څرګندې خبرې اترې پيل شي.

د تهران او رياض اړيکې له ډېرې مودې راهيسې ترينګلي دي او دغه ليدنه د اړيکو ښه کېدو لپاره د دواړو هېوادونو لومړی څرګند ګام دی چې پورته کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载