ایران او سعودي عربستان د سفارتونو پرانیستل اروزوي 

0
260

ایران او سعودي عربستان د سفارتونو پرانیستل اروزوي 

رسنیو ویلي، باوري سرچینو ورته ویلي چې د ایران او سعودي عربستان مذاکرات مثبتې خوا ته روان دي او ښايي سفارتونه په راتلونکو میاشتو کې پرانیستل شي او دواړو هېوادونه یوه او بل ته سفیران واستوي.

 

(2022 / 4 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ایران او عربستان ترمنځ مذاکرات مثبت لوري ته روان دي. د رسنیو د راپورونو له مخې دواړو لورو تازه هوکړه کړې چې په راتلونکو میاشتو کې به د ایران او عربستان پلاوي په خپلو کې سفرونه کوي او د سفارتونو د پرانیستلو امکانات به څېړي.

رسنیو ویلي، باوري سرچینو ورته ویلي چې د ایران او سعودي عربستان مذاکرات مثبتې خوا ته روان دي او ښايي سفارتونه په راتلونکو میاشتو کې پرانیستل شي او دواړو هېوادونه یوه او بل ته سفیران واستوي.

تر اوسه د ایران یا سعودي عربستان حکومت په دې اړه غبرګون نه دی ښوودلی خو په وروستیو کې یې مذاکرات پيل کړي چې کله کله له خنډ سره مخ شي خو کله بیا پرمختګونه پکې راځي.

Leave a reply