الیکشن کمیشن د کمیشن په ضد د عمران خان د بیان نوټس اخستې

0
169

باغی ټي وي رپورټ
اليکشن کميشن د پخواني وزيراعظم عمران خان د کميشن ضد بيانونو نوټس اخيستې دې۔

اليکشن کميشن پيمرا نه پيښور کښي ورکرز کنونشن کښي د پخواني وزيراعظم عمران خان د خطاب ريکارډ غوښتي دي۔

بلخوا اليکشن کميشن د سندهه اسمبلۍ کښې د اپوزيشن ليډر حليم عادل شيخ، خرم شېر زمان او سېنېټر اعجاز چوهدري د بيانونو ريکارډ هم غوښتې دې۔
ياده دي وي چي پخواني وزيراعظم عمران خان د چيف اليکشن کميشنر سکندر سلطان راجا په ضد د تعصب تور لګولو سره د استعفي غوښتنه کړي ده۔

تيره ورځ ورکرز کنونشن ته په وینا کې عمران خان چيف اليکشن کمشنر د مسلم ليګ نون ايجنټ بللې دې۔

Leave a reply