د پاکستان په شان اسلامي ریاست نظام باید د سود څخه پاک وی: وفاقي شرعي عدالت

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان وفاقي شرعي عدالت د سود نظام په اړه د درخواستونو د اورولو په مهال ويلي چې د پاکستان په څېر د اسلامي دولت اقتصادي نظام بايد له سود څخه پاک وي.
وفاقي شرعي عدالت د سود نظام ختمولو په درخواستونو محفوظه فيصله کړې ده، جسټس ډاکټر سيد انور فيصله واوروله.
د وفاقي شرعي محکمې په پرېکړه ليک کې راغلي، چې دغه پرېکړه يې د ټولو علماوو او لويې څارنوالۍ له خبرو وروسته اعلان کړه.
محکمې حکم وکړ چې د سود ختمول د اسلامي نظام اساس دی او هر ډول معامله چې په سود کې شامله وي غلطه ده، سود په اسلام کې په بشپړه توګه حرام دی.
عدالت وایی چې شرعي محکمې په حکم کې راغلي، چې حکومت د داخلي او خارجي پورونو سود ورکوي، حکومت باید داخلي او خارجي پورونه او راکړه ورکړه له سود څخه پاکه کړي، د پیسو سود د نړیوال وجهي صندوق او نړیوال بانک په ګډون له نړیوالو بنسټونو څخه پاک شي.
په پرېکړه ليک کې ويل شوي چې اسلامي بانکداري او له سود نه پاک بانکي نظام دوه بېل شيان دي، په پاکستان کې په ځينو ځايونو کې له سود څخه پاک بانکي نظام له پخوا هم شته، پاکستان کې بايد سود ختم شي.
د فدرالي شرعي محکمې په پرېکړه کې راغلي چې د پاکستان په څېر د يوه اسلامي دولت اقتصادي نظام بايد له سود څخه پاک وي.






