په ملک کې د ټاکنو په اړه د پاکستان پخواني اولس مشر مهم خبر خپور شوې

باغی ټي وي رپورټ
پخواني ولسمشر او د پيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري ويلي، چې په هېواد کې به راتلونکي عام انتخابات د راتلونکي کال په پای کې د اوسني پارلمان د مودې له پای ته رسېدو وروسته ترسره شي او اوسنی ائتلافي حکومت به تر نوي حکومت پورې په واک کې پاتې وي.
په ایوان صدر کې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د بلاول بهټو زرداري د سوګند پورته کولو په مراسمو کې د ګډون نه وروسته په خبرو کې پخواني ولسمشر وویل چې د ولسمشرۍ ماڼۍ تباه او برباده ښکاري او مونږ به ددې مانې عزت او وقار بحال کړو.
اصف علي زرداري وويل، اوسني حکومت ته سختې ننګونې په ميراث پاتې دي، ملي اقتصاد تباه شوى، هېواد له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دى، خلق په ملک ې د ګرانۍ له امله ستړي شوي او تېر حکومت په ګډه بهرنۍ اړيکې خرابې کړې دي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې دپيپلز پارټۍ مشر وويل په هيواد کې به عام انتخابات دراتلونکي کال په اخره کې دموجوده پارليمنټ دورې ختميدو وروستو ترسره کيږي اؤ نوى اتحادي حکومت به تر نويو انتخاباتو پورې دخلکو خدمت ته دوام ورکوي.






