د پنجاب اسمبلۍ سپيکر غونډه تر 16 مئي پورې وځنډوله

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ سپيکر چوهدري پروېز الهي د صوبايي اسمبلۍ د نن ورځې غونډه يو ځل بيا ځنډولې ده او د سپيکر دفتر لخوا د غونډې د 16م مئي پورې ځنډولو نوټيفيکيشن هم جاري شوی دی.
سرچينې وائي چې نن دپنجاب اسمبلۍ غونډه رابلل شوې وه چې پکې ضلعي انتظاميې اؤ پوليس هم تيارۍ مکمل کړې وې.
دسرچينو ترمخه سپيکر د غونډې د سمدستي ځنډولو کوم دليل نۀ دى په ډاګه کړى خو ويل کيږي چې د پنجاب اسمبلۍ سپيکر د امن او امان صورتحال په نظر کې نيولو سره غونډه ځنډولې ده.
د اسمبلۍ نه بهر ميډيا سره خبرو كښې پرويز الهي ووئيل شريفانو خپل اصلي څېره ښودلې ده، مسلم ليګ (ن) آئي جي پنجاب استعمالوي۔
هغه وويل دپنجاب اسمبلۍ غونډه رابلل زما اختيار دى.ياده دې وي چې د پنجاب اسمبلۍ د ډپټي سپيکر په ضد به د عدم اعتماد تحريک نن وړاندې كولې شي.






