د شاري بلوچ ځانمرګي بریدګرې په اړه وزیرداخله ته بریفنګ ورکړل شوې

0
150

باغی ټي وي رپورټ
په کراچۍ کې د سندهه وزيراعلي په مشرۍ د سندهه حکومت يوې ډلې وفاقي داخله وزير رانا ثناء الله ته بريفنګ ورکړو.

بريفنګ کښې وئيلي شوي وو چې زنانه خودکش حمله کونکې د مارچ په شلمه له تربت نه کراچۍ ته راغلې وه او د خپل خاوند او دوه ماشومانو سره کراچۍ کښې په ګلستان جوهر کښې اوسېده.

د بریفنګ له مخې شاري بلوچ واده کړى و او د تربت اوسيدونکې وه. ښځه د دوو ماشومانو مور وه.
دکورنيو چارو وزير رانا ثناء الله ته په بریفنګ کې اوویل شول چې دپوليسو دوه ټيمونه دکراچۍ يونيورسټۍ کې دځانمرګي بريد پلټنو لپاره کار کوي.د کراچۍ پولیس او د ترهګرۍ ضد څانګې ټیمونه په تحقیقاتو کې فعال دي. د سي سي ټي وي فوټيج ترلاسه کولو لپاره پلټنې روانې دي.دکورنيو چارو وزير ته اوویل شول چې تر دې مهاله په پلټنو کې يو شمير نور گاډي هم شکمن موندل شوي دي. د كورنيو چارو وزير ته د زنانه ځانمرګي بريد كوونكې د شخصي پېژندګلوۍ په اړه هم بريفنګ وركړې شو۔
په بریفنګ کې ورته اوویل شول چې پيښه د اپريل په ٢٦مه نيټه ماسپښين نزدې دوه بجې رامنځته شوه چې ځانمرګى بريد و و.دا ښځينه ځانمرګى بريدکوونکې شاري بلوچ وه. په پیښه کې درې کیلو بارودي مواد کارول شوي وو. په چاودنه کې د درې چینایانو او یو پاکستانی په ګډون څلور تنه ووژل شول. یو بل چینایی او درې پاکستانیان ټپیان شول.

Leave a reply