ا.ا وايي چې نړۍ سره پر دوه اړخیز درناوي ولاړې اړیکې غواړي
ا.ا وايي چې نړۍ سره پر دوه اړخیز درناوي ولاړې اړیکې غواړي
په دې اعلامیه کې راغلي چې افغانانو په وروستۍ پېړۍ کې په څو جګړو کې د خپل هېواد د ابادۍ او ازادۍ لپاره بې شمېره قربانۍ ورکړې دي او اوس هم له خپل هېواد ددفاع لپاره تیار دي.
(2022 / 4 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغان حکومت وايي له نړیوالو سره د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ ولاړې اړیکې غواړي. د ثور د اتمې په مناسبت د افغانستان د ا.ا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دوی د ثور اوومه توره ورځ بولي چې له امله یې په افغانستان کې جګړې رامنځ ته شوې خو د ثور اتمه نمانځي او هغه د افغان ولس د بریا ورځ بولي.
په دې اعلامیه کې راغلي چې افغانانو په وروستۍ پېړۍ کې په څو جګړو کې د خپل هېواد د ابادۍ او ازادۍ لپاره بې شمېره قربانۍ ورکړې دي او اوس هم له خپل هېواد ددفاع لپاره تیار دي.
افغان حکومت وایي دوی د هېچا پر وړاندې د جګړې اراده نه لري، په هېڅ هېواد کې مداخله نه کوي او د هېچا مداخله نه مني، نو له همدې امله له نړیوالو سره پر متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړي.