د ا.ا.ا د بهرنيو چارو چارسمبالي کابل کې د اروپايي ټولنې شارژدافير سره ليدلي

0
90

د افغانستان ا.ا د بهرنيو چارو چارسمبالي وزير مولوي امير خان متقي نن په کابل کې د اروپايي ټولنې شارژدافير ارنوټ پاول سره ليدلي دي.

د بهرنيو چارو وزارت لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو اړخونو په يو شمېر موضوعاتو سره خبرې اترې کړې دي.

خبرپاڼه کاږي، د بهرنيو چارو چارسمبالي په دې ليدنه کې پر نړيوالو غږ کړی چې بشري موضوعات له سياسي موضوعاتو سره ونه تړي او شته موضوعات د خبرو اترو له لارې حل کړي.

خبرپاڼې د بهرنيو چارو د چارسمبالي له قوله ليکلي، نوي حکومت د افغان ولس غوښتنو د حل په موخه رسېدنه کړې او په دې برخه کې لا هم په جديت سره کار کوي.

Leave a reply