ايران تېره يوه اونۍ کې څه باندې ۳ زره افغان کډوال اخراج کړي

0
89

له نيمروز څخه راپورونه وايي چې ايران د تېرې يوې اونۍ په ترڅ کې څه باندې ۳ زره افغان کډوال له خپلې خاورې د افغانستان خاورې ته اخراج کړي دي.

د راپورونو له مخې دغه شمېر کډوال په رضا نه بلکې په اجباري توګه د ایراني ځواکونو له لوري دې ته اړ شوي چې بېرته يې افغانستان ته واستوي.

ويل کېږي، په تېره اونۍ کې له ايران څخه د اخراج شويو افغان کډوالو شمېر ۳۰۹۳ دی چې ۱۲۲ کورنۍ پکې شاملې دي او ۲۶۲۰ تنه په انفرادي ډول بهر شوي دي.

له ايران څخه د افغان کډوالو په اجباري توګه ويستل، هغه جنجالي موضوع ده چې کله ناکله د دواړو هېوادونو ترمنځ يې پر سر خبره جدي غبرګونونو ته رسېږي.

په هېواد کې بې وزلي، د کار نشتون او د خوراکي او سوند توکو د بيو لوړوالی هغه لاملونه دي چې افغانان ګاونډ هېوادونو او په ځانګړي ډول ايران ته د کډوالۍ لپاره مجبوره کوي.

Leave a reply