لسګونه زره افغانان اوس هم د امريکا بشردوستانه ويزو د ترلاسه کولو په تمه دي

0
51

راپورونه وايي، چې څه باندې لس زره هغه افغانان چې اسنادونه يې تائيد شوي، د امريکا متحده ايالتونو د بشردوستانه ويزو د ترلاسه کولو په تمه دي.

امريکايي چارواکو په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، د شاوخوا لس زره هغه افغانانو غوښتنليکونه چې له امريکايي پوځيانو او د امريکا اړوند بنسټونو سره يې په افغانستان کې کار کړی ؤ، د يوه کال په تېرېدو سره لا نه دي بشپړ شوي.

سي ان ان د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله په خپل يوه راپور کې کښلي، چې تر تېرې اونۍ پورې د امریکا د کډوالۍ ځانګړو ويزو (SIV) لپاره ۷۴ زره او ۲۷۴ افغانانو غوښتنلیکونه سپارلي ؤ.

دغه ويزه هغو افغانانو ته ورکول کېږي چې په تېرو دوو لسيزو کې له امريکايي چارواکو او د امريکا اړوند بنسټونو سره د کاري تجربې معتبر اسنادونه وړاندې کړي.

امريکايي چارواکو سي ان ان ته ويلي، تر دې دمه ۱۰ زره غوښتنليکونه منل شوي او چارې يې پر مخ روانې دي او همداراز ښايي شاوخوا ۴۰ يا ۵۰ سلنه غوښتنليکونه د کره اسنادونه د نه لرلو له امله ونه منل شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت چارواکو دا هم ويلي چې دوی له هر وخته ډېر د امريکا ویزو د ترلاسه کولو لپاره د افغانانو غوښتنليکونو باندې په شدت سره کار کوي او هڅه لري چې دغه پروسه نوره هم ګړندۍ کړي.

د يادونې وړ ده، څو ورځې وړاندې امريکا اعلان وکړ چې د (SIV) کېس لرونکو پروسه کې يې آسانی راورستی دی او دغه چاره کولی شي ياده پروسه ګړندۍ کړي.

Leave a reply