یونیسف ویلي چې ۱۹۰ زره زلزله ځپلي ماشومان مرستو ته اړتیا لري   

0
87

 یونیسف ویلي چې ۱۹۰ زره زلزله ځپلي ماشومان مرستو ته اړتیا لري 

سرچینه کاږي چې د پاکو اوبو او سرپناه نشتون، د تعلیمي برخې نشتون او د ځينو ماشومانو د کورنیو قرباني کېدل هغه ستونزې دي چې یاد ماشومان یې له ستونزو سره مخ او مرستو ته اړ کړي دي.

 

(2022 / 7 / 21   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

  ملګري ملتونه وایي زلزله ځپلو سیمو کې ماشومان مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسیف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې شاوخوا ۱۹۰ زره ماشومان په زلزله ځپلو سیمو کې مرستو ته اړتیا لري.

دغه بنسټ وایي چې د زلزلې له امله شاوخوا ۱۵۰ ماشومان وژل شوي او شاوخوا ۳۰۰ نور ټپيان دي، خو ددې تر څنګ ۱۹۰ زره ماشومان نور زیانمن شوي او مرستو ته اړتیا لري.

سرچینه کاږي چې د پاکو اوبو او سرپناه نشتون، د تعلیمي برخې نشتون او د ځينو ماشومانو د کورنیو قرباني کېدل هغه ستونزې دي چې یاد ماشومان یې له ستونزو سره مخ او مرستو ته اړ کړي دي.

اړوند موضوعات: 

جاپان افغانستان کې وروستۍ زلزله ځپلو سره د درې میلیونه ډالره مرستې اعلان کړی دی

دغه نړیوال بنسټ وايي چې دوی لا هم په زلزله ځپلو سیمو کې ماشومان او کورنیو ته د مرستو په رسولو بوخت دي چې تر ډېره په روغتیایي برخه او د څښاکو اوبو پر برابرولو تمرکز لري.

Leave a reply