جاپان افغانستان کې وروستۍ زلزله ځپلو سره د درې میلیونه ډالره مرستې اعلان کړی دی

 جاپان افغانستان کې وروستۍ زلزله ځپلو سره د درې میلیونه ډالره مرستې اعلان کړی دی

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې د جاپان دغه درې میلیونه ډالر مرسته به د روغتیايي خدماتو، کورونو جوړولو، اوبو او اوبو د زېرمو د رغولو په موخه د سره صلیب نړیوالې کمېټې په چوکاټ کې وکارول شي.

 

(2022 / 7 / 12  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

  جاپان له افغان زلزله ځپلو سره د درې میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی. ملګري ملتونه وایي د ګڼو هېوادونو د مرستې په دوام جاپان ویلي چې له افغان زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه دغه بنسټ ته درې میلیونه ډالر ورکوي.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې د جاپان دغه درې میلیونه ډالر مرسته به د روغتیايي خدماتو، کورونو جوړولو، اوبو او اوبو د زېرمو د رغولو په موخه د سره صلیب نړیوالې کمېټې په چوکاټ کې وکارول شي.

جاپان تر دې وړاندې هم له افغان زلزله ځپلو سره د مرستو ژمنه کړې وه.

څه موده وړاندې په خوست او پکتیکا کې سختې زلزلې زرګونه کسانو ته مالي او ځاني زیانونه واړول چې ګڼو هېوادونو او نړیوالو خیریه بنسټونو ورسره د مرستې ژمنه وکړه.