د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۱ ولايتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو د راوتو خبرداری ورکړ
د افغانستان د هوا پېژندنې ملي ادارې د هېواد په ۱۱ ولايتونو کې د سختو ورښتونو او د سېلابونو د راوتلو په اړه خبرداری ورکړ.
دغې ادارې نن (چهارشنبه، د چنګاښ۲۹مه) د يوې اعلاميې په خپرولو سره په راتلونکو ورځو کې د پکتيکا او پکتيا په شمول به په نورستان، بدخشان، کنړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، خوست، غزني او زابل ولايتونو کې د بارانونو د ورېدو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
يادې ادارې په دغو ولايتونو کې د سختو ګردبادونو د رامنځته کېدو اټکل هم کړی دی.
هوا پېژندنې اداره داسې مهال دغه خبر ورکوي چې د بارانونو او سېلابونو له امله په تېرو نږدې ورځو کې هم ګڼ شمېر ولايتونو کې درانه زيانونه خلکو ته واوښتل.