کرزی له افغان خبريالانو سره په ليدنه کې: تعليم د هېواد د پرمختګ لپاره يوازينۍ لار ده

0
82

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغان ژورناليستانو شورا له غړو سره په ليدنه کې ويلي چې تعليم د افغانستان د پرمختګ او نېکمرغۍ لپاره يوزاينۍ لار ده.

د پخواني ولسمشر په ټوېټر خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ليدنه کې دواړو لوريو په هېواد کې د خبريالانو او رسنيو د شته ستونزو په اړه خبرې کړي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ليدنه کې همداراز په دې ټينګار وشو چې ژر تر ژره بايد له شپږمو ټولګيو څخه پورته د افغان نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې پرانيستل شي.

خبرپاڼه کاږي، چې حامد کرزي په خپلو خبرو کې د خبريالانو او رسنيو ستونزو د حل په برخه کې د هر راز همکارۍ اعلانولو ترڅنګ وويل، چې د بې ګانه ؤ له احتياجه د وتلو، پرمختګ او نېکمرغۍ لپاره تعليم يوازينۍ لاره ده.

کرزي په دې ليدنه کې يو ځل بيا د نجونو پرمخ د ښوونځيو د دروازو پر پرانيستو ټينګار کړی دی.

Leave a reply