بادغيس کې د يوې ټرافيکې پېښې له امله يو تن مړ او ۹ تنه ټپيان شوي

0
108

د بادغيس ولايت په قادس ولسوالۍ کې د يو مسافروړونکي موټر د ټرافيکي پېښې له امله يو تن مړه او ۹ تنه ټپيان شوي.

د راپورونو له مخې د پېښې ډېری ټپيان ماشومان او ښځې دي.

دغه پېښه نن مازديګر مهال د دې ولايت قادس ولسوالۍ په تاکک سيمه کې شوې ده.

يوې بلې ټرافيکې پېښې بيا په کاپيسا کې د يو تن ژوند واخيست او ۱۳ تنه پکې ټپيان شوي دي.

په افغانستان کې د موټر چلوونکو لخوا بې غوري، د ټرافيکي اصولو نه مراعتول او د معياري سرکونو نشتون هغه څه دي چې وخت ناوخت يې له امله ټرافيکي پېښې رامنځته کېږي.

Leave a reply