سختې ګرمۍ ايران ته د تګ پرمهال د يو افغان ځوان ژوند واخيست

0
184

سختۍ ګرمۍ ایران هېواد د تګ پرمهال د يوه افغان ځوان  ذبيح الله يعقوبي ژوند واخيست.

راپورونه وايي نوموړی د غريبۍ لپاره ايران هېواد ته په قاچاقي لاره روان شوی ؤ، چې د ايران يوه ولايت ته د ورتګ پرمهال د موټر په ډاله کې د سختې ګرمۍ له امله مړ شوی دی.

دغه ځوان چې د غزني ولايت د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکی ؤ، غوښتل يې د کار لپاره ايران ته په قاچاقي توګه ولاړ شي، خو سختۍ ګرمۍ يې ترې ژوند واخيست.

د ذبيح الله یعقوبي خپلوان، له د ا.ا.ا له چارواکو غواړي چې د ځوانانو لپاره د کار زمينه برابره کړي، ترڅو دوی اړ نه شي ګاونډ هېوادونو ته په قاچاقي لاړ شي.

Leave a reply