له ایران سره د نيمروز پوله له ۲۵ ورځو راهيسې تړلې ده
له نيمروز ولايت څخه سيمه ييزې رسنۍ وايي، څه کم يوه مياشت شوه چې ايران د نيمروز ولايت سره خپله پوله تړلې ده او چا ته اجازه نه ورکوي چې له دې لارې تګ راتګ وکړي.
د راپورونو له مخې، ايران هغه مهال دغه ګام پورته کړ، چې کله د ایران او افغانستان پوله ساتو ترمنځ څه موده مخکې شخړه رامنځته شوه.
لا تر دې دمه د دواړو هېوادونو چارواکو رسماً په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تېره ورځ راپورونه ورکړل شول چې تمه ده د افغانستان او ايران استازي د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ په ګډه پوله د پرتو ستونزو د حل په اړه سره مخامخ خبرې پيل کړي.
د ايران او افغانستان پر ګډه پوله ګڼ شمېر ستونزې هغه څه دي چې وخت ناوخت د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ترمنځ د شخړې د رامنځته کېدو لامل ګرځي.
څه موده وړاندې په نميروز کې د افغانستان او ايران پر ګډه پوله د پوله ساتو ترمنځ شخړه رسنيزه شوه، خو د ا.ا.ا چارواکو د شخړې رامنځته کېدو په تائيدولو سره وويل چې دواړو خواوو ته زيان نه دی اوښتی او وضعيت يې هغه مهال عادي ښودلی ؤ.