د غور او بادغيس اوسېدونکي: زړو بانکنوټونو راته سرخوږی جوړ کړی

0
52

د يو شمېر لويديځو ولايتونو او په ځانګړي ډول د غور او بادغيس اوسېدونکي وايي چې د افغانيو زړو بانکنوټونو ډېرېدو ورته سرخوږی جوړ کړی دی.

په ورته وخت کې د هرات ولايت هټيوال او صرافان هم د زړو پيسو له ډېرېدو شکايت لري او وايي چې دې موضوع يې ورځنۍ چارې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

د هرات اوسېدونکو له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې زړو بانکنوټونو يې د راکړې او ورکړې پروسه له خنډ سره مخ کړې ده.

د راپورونو پر بنسټ تازه په تازه د هرات صرافانو هم پرېکړه کړې چې سر له سبا به د زړو پيسو له امله د هرات ټولې صرافيانې تړلې وي.

په هرات او يو شمېر نورو ښارونو کې د افغاني بانکنوټونو د زړښت موضوع څه نوې نه ده، هټيوال او صرافيان له ډېرې مودې راهیسې په دې اړه نيوکي لري او له دولته غواړي چې دې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.

Leave a reply