په زابل کې سلګونه جريبه ځمکې له غصب څخه خلاصې شوې

0
147

په زابل ولايت کې سلګونه جريبه ځمکې چې د زورواکو لخوا په ناقانونه توګه غصب شوې وې، له غصب څخه خلاصې شوې.

د زابل چارواکي وايي، د دې ولايت د رهبرۍ تر مشرۍ لاندې د غصب د مخنيوي کميسيون لخوا د مرکز کلات په مهاجرينو ښارګوټي کې سلګونه جريبه ځمکې له غصب څخه خلاصې او پرې جوړې شوې ودانۍ هم ونړول شوې.

دغه کميسيون رسنيو ته ويلي چې د غصب شويو ځمکو د خلاصون لپاره د دوی هڅې روانې دي او په زابل کې ټولې غصب شوې ځمکې به له غصب څخه خلاصې کړي.

د يادونې وړ ده چې له څو مياشتو راهيسې په دې ولايت کې څه باندې ۳ زره جريبه دولتي ځمکې له غصب څخه خلاصې شوې دي.

Leave a reply