د کابل په پغمان ولسوالۍ کې يو شمېر وسلې او مهمات کشف شوي

د ا.ا.ا استخباراتو رياست وايي چې ځواکونو يې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې تازه په تازه يو شمېر وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.
دغه رياست په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ويلي چې ياد مهمات او وسلې يې د پغمان ولسوالۍ په مربوطاتو کې داسې مهال کشف کړل چې په غير قانوني توګه په يوه کور کې ساتل کېدل.
ياد ریاست زياتوي، په ترلاسه شويو مهماتو کې ۱۰ ميله کلاشنيوکوفه، ۳۰ دانې شاجورونه او لسګونه فيره مرمۍ شاملې دي.
د استخباراتو رياست داسې مهال دغه خبر ورکوي، چې يوه ورځ مخکې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ ۷ غړي د ناملومه وسله والو لخوا په ډزو ووژل شول.
د کابل امنيه قومندانۍ ياده پېښه تائيد کړې وه او ويلي يې ؤ چې، د دغې کورنۍ غړي هغه مهال د وسله والو لخوا په ډزو ووژل شوه چې له پغمان څخه د خپل کور په لور روان ؤ.
په دې وروستيو کې د نامالومه وسله والو لخوا د عامو وګړو په نښه کول خلک اندېښمن کړي او ا.ا.ا څخه غوښتنه لري چې د دغو وژنو مخه ونيسي او عاملين دې د قانون منګولو ته وسپاري.






