د سوک وهنې آزادو سياليو افغان اتل خپل روسي سيال ته ماتې ورکړه

د افغانستان د سوک وهنې آزادو سياليو لوبغاړي احمد ولي هوتک خپل روسي سيال ولاديمير اوسيپوف په خپل کور کې په ګونډو کړ.

هوتک په درېيم رونډ کې اوسيپوف ته ماتې ورکړه او په دې سره يې يوه بل بريا په خپل نامه ثبت کړه.

دغه سيالۍ تېره ورځ ناوخته (جمعه، د چنګاښ ۲۴مه) د روسيې په کراسنودار ښار کې د (ای ایم سي فايټ نايټ) په چوکات کې ترسره شوه.

هوتک له سيالۍ وړاندې په خپل ټوېټر ليکلي ؤ، چې لوبې ته په بشپړ ډول چمتو دی او په بې صبرۍ سره يې انتظار کوي.

د يادونې وړ ده چې دا په افغانستان کې له سياسي تحول وروسته د احمد ولي هوتک لومړنۍ سيالۍ وه چې ترسره شوه او په بريا سره يې پايته ورسېده.

ښاغلي هوتک له سيالۍ څخه وروسته رسنيو ته وويل: ما بشپړ تمرينات کړي ؤ او دا مې هيله وه چې ګران هېواد ته وياړ ورپه برخه کړم.

احمد ولي هوتک د افغانستان د سوک وهنې د آزادو سياليو يو له نوموتو لوبغاړو څخه دی چې له دې وړاندې يې هم په بېلابېلو مهمو او نړيوالو سیاليو کې خپلو سيالانو ته ماتې ورکړې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网