د ولسي جرګې او ولايتي شورا دوه پخواني وکيلان هېواد ته ستانه شوه

0
253

د افغانستان ا.ا له افغان شخصيتونو سره د اړيکو کميسيون اعلان وکړ چې د تېر حکومت دوه وکيلان د دې کميسيون په هڅو هېواد ته ستانه شوي دي.

له افغان شخصيتونو سره د اړيکو کميسيون وايي، چې د تېر حکومت د ولسي جرګې په ۱۵مه او ۱۶مه دوره کې د سرپل د خلکو استازی او د اجرایه ریاست او ملي مصالحې شورا مشاور حاجي پاینده محمد د دغه کمېسیون په هڅو هېواد ته ستون شو.

په ورته وخت کې ياد کميسيون په يوې بلې خبرپاڼه کې ويلي، چې په تېر حکومتکې د فاریاب د ولایتي شورا غړی او بندر لاش ولسوالۍ د پاڅون کوونکو قوماندان محب الله بندري هم د دې کمېسیون په هڅو هېواد ته ستون شوی دی.

Leave a reply